طالبانو نن د نامعلومو دلایلو له امله د پاکستان سره پر ډيورند کرښه د تورخم دروازه تړلي او له هېوادوالو يې غوښتي چې تر امر ثاني پورې دې تورخم ته دې تګ راتګ لپاره نه ورځي. د تورخم کمیسار مولوي محمدصدیق رسنیو ته ویلي چې” پاکستاني اړخ پر خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی چې غبرګون کې یې یاده دروازه د ا،ا،ا مشرانو له هدایت سره سمه وتړل شوه”. خو کمیسار محمد صدیق د پاکستان لخوا د ژمنو نه عملي کولو په اړه څه ندي ویلي. بلخوا ته په خواله رسنیو ځينو طالب پلوه فعالینو خپلو پلویانو ته لیکلي چې که د ضرورت په وخت کې پاکستان ته تللی نو خپل تلیفونونه مو ځآن سره مه وړی. ځکه چې د تورخم په دروازه کې د پاکستان ای ایس ای د مجاهدینو په لټه کې دي. او تازه وختونو کې يې هغه مجاهدین نیولي او وژلي چې له ځانونو سره يې تلیفونونه وړي وو.