ځآيي سرچینې وايي چې د پکتیکا کټواز کې د بخت محمد په نوم یو تن چې پخواني حکومت ملي امنیت کارمند وو ، او ۱۴ ورځې د مخه طالبانو د خپله کوره وړی وو ، نن یې مړی موندل شوی. که څه هم د طالبانو حکومت عمومي عفوه اعلان کړي، خو لا هم هره ورځ د افغانستان بېلابېلو ولایتونو څخه د پخواني افغان حکومت کسانو وژنو خبرونه مخې ته راراون دي. طالبانو که څه هم تر اوسه دې خبر په هکله کوم غبرګون ندی ښودلی ، خو تېره اونۍ د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد یوه غږیز پیغام کې طالبانو ته سپارښتنه کړي وه چې د عمومي عفوې سرغړونه ونکړي.