د افغانستان عطا محمد نور نن د یو لیک په ترڅ کې د ایټالیه خبري شبکې TG1 ته شکایت کړی او له هغوی يې غوښتي چې د هغه ځانګړي راپور په هکله راڼه معلومات ورکړي ، چې دده په هکله يې د پخواني جمهوري نظام نسکوریدو په بدل کې د قطر هېواد څخه د میلیونونه ډالرو بډو اخیستو راپور ورکړی وو. عطا محمد نور یادې ادارې ته ځآن سپین بللی او له دوی غوښتنه کړي چې یاد راپور باره کې ورته راڼه معلومات ورکړي. د یادولو ده چې د ایټالیه یادې خبري شبکې دوه ورځې د مخه خپل ځانګړي راپور کې د کره معلوماتو او موثقو سرچینو له قوله خبر ورکړی وو چې عطا محمد نور ، جنرال دوستم او اشرف غني د جمهوري نظام نسکوریدو په بدل کې د قطر هېواد څخه سلګونه میلیونه ډالره بډې اخیستې دي.