د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د جنوبي وزیرستان څخه د خلکو نمایند علي وزیر د کراچۍ له بند څخه ازادیدو وروسته اسلام اباد کې خپلو پلویانو ته تازه څرګندونو کې ویلي چې «د بند موده کې راته ځينو کسانو پیغامونه راوړي وو. خو ده میلمه په حیثیت مې د هغه درناوی کړی اما پیغامونو ته مې غوږ ندی نیولی. او له دوی مې هیله وکړله چې ما سره د پتلون او پوځو جامو خبرې مکوی». د علي وزیر دغې وینا وروسته د خیبر پښتونخوا عوامي ملي پارټی مشر اجمل والي خان غبرګون کې ویلي چې « ما د هیچا پیغام ندی وړی.ما د پښتو په دود کې علي وزیر سره بند کې لیدنه او جرګه کړي. او خپل حق مې ادا کړی. ځکه که دا کار مې نوی کړی نو نن به خلکو رانه دا پوښتنه کوله چې تاسو ولې خپل حق ندی ادا کړی». د یادولو ده چې پښتون نماینده او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر تېر دوه کاله د پاکستان پوځ پخواني مشر جنرال قمر جاوید بجوا په مستقیم امر بې ګناه بندي شوی وو. چې تېره ورځ راخوشی شولو.