د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د صدر اعظمی پر مهال د پاکستان پوځ پخواني مشر جنرال قمر جاوید بجوا ورنه غوښتي وو چې پر اوکراین د روسیې برید غندنه وکړي. نوموړي زیاته کړله ” کله چې زه روسیې ته په سفر لاړم. هلته مې دې روسیې څخه په ارزانه بیه د تیلو پېرولو غوښتنه وکړله. خو کله چې بېرته راستون شوم. د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه راته وویل چې پر اوکراین د روسیې برید غندنه وکړم. خو هغه وخت ما باجوه ته وویل چې موږ باید د هندوستان په شان بې طرفه پاتې شوو. خو ده زما خبره ونه منله او خپله يې پر اوکراین دې روسیې برید غندنه وکړله. ما ورته وویل چې دغه غندنه به خپل عواقب ولري. موږ د واشنګټن خوشالولو لپاره روسیه وغندله”. د یادلو ده چې عمران د پرون راهیسې د پاکستان پوځ په وړاندې بیانونه ورکوي. تېره ورځ يې هم د امریکا غږ سره مرکه کې نیوکه کړي وه چې د پوځ په واک کې پاکستان کمزوری شوی. د یادولو ده چې د پاکستان پوځ تر اوسه د عمران خان بیانونو ته غبرګون ندی ښودلی.