د طالبانو سره بند کې د غزني ښار لومړۍ حوزې امر ، د غزني ګیلان ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مخکنی قوماندان او مرستیال یې د سختو شکنجو له امله مړه شوي.
د پخواني افغان حکومت غزني ښار لومړۍ حوزې امر هاشم خان کورنۍ رسنیو ته ویلي “چې د افغان حکومت د سقوط وروسته طالبانو هاشم خان نیولی وو ، او څو وارې مو طالبانو ته قومي مشران وروستل ، خو بیا یې هم هاشم خان خوشی نکړ ، چې بلاخیره نن یې مونږ ته د هاشم خان بې روحه جسد، چې پر بدن یې د سختې شکنجې نښې هم وې، وسپارلو”. ورته مهال د ګیلان ولسوالۍ د پاڅوونکو پخواني قوماندان او مرستیال هم چې طالبانو په بلخ ولایت کې نیولي وو ، د سختي شکنجو او وهلو له امله مړه شوي، او نن یې جسدونه ګیلان په عامه لارې سړک باندې ځايي خلکو موندلي. که څه هم طالبانو وار له مخې رسنیو ته د یادو کسانو له وژلو انکار کړی. خو دا چې اوس افغانستان کې داسې عدلي او قضايي ارګان نشته چې د طالبانو له ظلمونو او شکنجو څېړنه وکړي، نو سخته به وي چې د قربانیانو کورنیو ته انصاف او. عدالت ورسیږي.