په لندن کې د ایران انترنشنل خبري شبکې خبر ورکړی. چې د لندن پولیسو په لارښوونه یې نن د خپلو کارمندانو خوندیتوب په خاطر خپلې خبري سټوډیوګانې تړلي. یادې شبکې ویلي چې دا مهال د اېران حکومت ملاتړو لخوا ورته خطر کچه ډېره شوي.
د یادې شبکې عمومي مشر محمود عنایت وویل، «راځی روښانه ووایو چې دا یوازې زموږ ټلویزیوني ستیشن نه بلکې په لویه کې د بریټانیا خلکو ته ګواښ دی. تر دې زیات دا د حاکمیت پر ارزښتونو، امنیت او بیان آزادی برید دی چې بریټانیا یې تل معزز بولي.»
د یادولو ده چې یادې شبکې ته د لندن پولیسو لخوا وروسته له هغه خبرداری ورکول شوو چې د جمعې په ورځ یو ایراني اصله اتریشي وګړي د پولیسو په توقیف کې د یادې خبري شبکې ته د خطر په اړه پولیسو ته معلومات ورکړي وو.