د امریکا سنا مجلس جمهوري پاله سناتور لیندسي ګراهم د امریکا لخوا افغانستان کې د ایمن الظواهري وژنې په تړاو خپل تازه بیان کېویلي چې “ الظواهري ممکن وژل شوی وي خو القاعده لا هم افغانستان څخه نده تللي”. همدل شان ګراهم خپل بیان کې ویلي چېالقاعدې یو ځل بیا افغانستان ته مخه کړي ، د امریکا له وتو وروسته يې افغانستان کې د خپلو کمپونو په جوړولو پیل کړی. ګراهم دافغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو ایستلو له کبله د امریکا ولسمشر جوبایډن پر پکړې هم نیوکه کړي او ویلي یې دي، چې دافغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو وروسته هلته د امریکا دفاعي وړتیاوې کمزوري شوي ، نو له همدې کبله دا یوازې د وختموضوع ده چې افغانستان به ډېر زر یو ځل بیا د القاعدې په مرکز بدل شي. نوموړي د خپل بیان وروستۍ برخه کې ویلي چې” ما هیڅکلهخوب کې هم داسې فکر نکولو چې الظواهري به کابل ته لاړ شي او هلته به خپل اوسیدل وکړي ، خو کابل کې د الظواهري شتون څخه دطالبانو او القاعدې تر منځ د ژورو اړیکو او اتحاد څرک معلومیږي. د یادولو ده چې ایمن الظواهري د امریکا لخوا د جولای میاشتې ۳۱یودیرشمه د هوايي برید په ترڅ کې د افغانستان پلازمینې کابل شیرپور سیمه کې د اوسیدو یو کور کې ووژل شولو. که څه هم طالبانوحکومت کابل کې د امریکا ډرون الوتکو د یو برید پخلی کړی خو تر اوسه يې د ایمن الظواهري وژنې په تړاو رسمي غبرګون مخې ته ندیراغلی.