یوې سرچینې هېواد پریس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې پرون ورځ خوست کې مخ پټو وسلوالو چې ځانونه یې د طالبانو ملي امنیتکسان بلل د خوست ښار کې د پخواني نظام ملي امنیت څارنوال ممتازی شیرزی د پوښتنو ګرویږنو په بهانه موټر ته پورته کړی وو ، خونن یې جسد د خوست نوي هوایي ډګر ته څېرمه موندل شوی. د سرچینې په وینا چې پر جسد د سختو شکنجو او وهلو نښې ښکاریدلې. یوې بلې سرچینې هم هېواد پریس ته دې نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې خوست کې د طالبانو ملي امنیت اړوند یو ځانګړي مخ پټي ډلهخوست کې د پخواني نظام کسانو وژنو کې ښکیله او دا لړۍ یې وروستیو کې چټکه کړیده. د یادلو ده چې تېره اونۍ ملل متحد بشريحقونو ادارې هم د افغانستان یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو ځواکونو لخوا بې محکمو وژنو راپورونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړي. خوطالبانو وار له مخکې دا شان ادعاګانې رد کړیدي.