په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاق زي خپل تازه بیان کې چې پر ټویټر یې خپور کړی ویلي چې د ملي ګټو په خاطر نن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه کې د وینا کولو څخه په شاه شوی. لدې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د مشر ویاندې مونیکا ګریلي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو چې غړی هېواد (افغانستان) د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې برخه لغوه کړیده. او په دې تړاو یې د ملګرو ملتونو استاولۍ دفتر ته جزیات ندي ورکړي. د یادونې ده چې که څه هم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونده کې د افغانستان په استازیتوب د خبرو کولو لپاره د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوه لیک کې خواست کړی وو، خو یاد سازمان د طالبانو غوښتنه رد کړي وه او پر ځای یې یاد سازمان کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاق زي ته د وینا کولو بلنه ورکړي وه.