ملګرو ملتونو د افغانستان مالي او بشري وضیعت په اړه خپل تازه راپور کې ویلي چې سږ کال به د افغانستان له نیمایي ډېر (۲۸۰۳ مېلیونه) وګړي ژوند ژغورونکي بشري مرستو ته اړتیا ولري. د یاد راپور په حواله په ۲۰۲۲ کال کې ۲۴ میلیونه او ۲۰۲۱ کال ۱۸ میلیونه افغانانو ژوند ژغورونکي مرستو ته اړتیا درلوده. ملګرو ملتونو خپل راپور کې د افغان میرمنو پر وړاندې د طالبانو حکومت سختې رویې ته هم اشاره کړي. او زیاته کړیده چې د طالبانو لخوا دا شان اقدامات به اړمنو افغانانو ته د نړیوالې ټولنې لخوا بشري مرستو رسونې پروسه نوره هم ټکنی کړي چې پدې سره به دې اړمنو افغانانو کړاو نوره هم زیات شي.