د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر او مشر منظور احمد پشتین د پېښور پولیس لاین خونړۍ پېښې په اړه خپلو تازه څرګندونو ویلي چې د پښتنو وینه ډېره په ارزانه توییږي. پشتن پر خپل ټویټر پاڼه تازه بیان کې ویلي، « د پېښور پولیسو لاین چاودنې وروسته که څه هم صدرعظم او د پوځ مشر هلته ولاړل. خو د هغه تګ وروسته بیا د هغه پېښې په اړه هیڅ تحقیقات او معلومات ونشول. او دې دغو شان پېښو اصلي جرړو چې د غلطو پالیسو نتیجه کې رامنځته شوي، هیڅ خبرې ونشولې. نو د افسوس خبره ده چې د پښتنو وینه ډېره په ارزانه توییږي». د یادلو ده چې تېره میاشت د پېښور پولیسو لاین مرکزي جومات باندې چاودنې له امله ۱۰۰ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ شاوخوا نور ټپیان شول. چې اکثره یې د پولیسو کارکنان وو. که څه هم هغه وخت مسؤلو چارواکو د څېړنو خبر ورکړی وو. خو تر دې دمه یې کوم څرک ندی لګیدلی.