د افغانستان لپاره د واکمنو طالبانو دفاع وزارت چار سمبالي وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له نظامي زده کړو تازه فارغو شویو محصلینو ته نن خپله وینا کې وویل چې « نن زموږ او ستاسو فضا اشغال ده، زه هم ورته ګورم، ته هم ورته ګورې، وزیران، قومندانان، د قول اردوګانو قومندانان او ټول په رڼو سترګو ورته ګورو خوهیڅ مو هم په وس نشته.” نوموړي خپلو خبرو کې د یادې ستونزې حل لپاره عصري علومو زده کړو ته اشاره وکړله او ویې ویل چې دې خپلواکۍ لپاره د ټوپک تر څنګ قلم ته هم ضرورت دی. مجاهد د خپلو څرګندونو په ترڅ کې فارغو شویو سرتېرو ته د سپارښتنې په ډول وویل چې “باید ډېر هوښیار او بیداره اوسو، خدای مکړه داسې نه شي چې موږ او تاسې د ملت د اوږو بار شو او یا یې د شرمنده ګۍ سبب شو. خرڅ نه شو او خیانت و نه کړو. الله تعالي موږ ته عقل او فکرونه راکړي، په پټو سترګو د هیچا اطاعت و نه کړو، زما اطاعت هم باید په پټو سترګو و نه شي. باید وکتل شي چې دا څوک دی، څه یې کړي او اوس یې اراده څه ده.”