د ااا مشر مولوي هبة الله اخوندزاده ته منسوب غږیز کلیپ کې ویل شوي چې د پاکستان قضا قانون غیر اسلامي دی.
د پاکستان یو شمیر سرچینو د ااا مشر مولوی هبة الله اخوندزاده ته مسوب یو غږیز کلیپ یا پیغام خپور کړی، چې هغې کې د پاکستان قضا قانون غیر اسلامي بلل شوی. سرچینو دعوه کړي چې یاد غږیز پیغام د طالبانو مشر د پاکستاني مفتي عثماني تقي تازه څرګندونو په غبرګون کې کړی. د یادولو ده چې تر اوسه د طالبانو چارواکو د یاد غږیز پیغام په تړاو رسمي غبرګون ندی ښودلی او نه يې هېواد پریس په خپلواکه توګه تایید کولای شي.