د پیسو نړیوال صندوق ( ای ایم ایف) استازي چې دې تېرو لسو ورځو راهیسې د پاکستان سره د پور ورکولو شرایطو په اړه خبرو بوخت وو بغیر د نهايي پرېکړې بېرته واشینګټن ته ستانه شول. د پاکستان ماليې وزارت سکرتر حامد شیخ رسنیو ته وویل چې “ که څه هم د ای ایم ایف سره مو خبرو کې په ډېرو شیانو هوکړه شوي خو لا هم ځينې اختلافي ټکي شته. چې حل يې د ای ایم ایف په لاس کې ندی. خو پدې اړه به نورې هڅې کیږي چې دا اختلافونه هم حل شي”. د یادولو ده چې تر دې واړندې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې پاکستان د ای ایم ایف سره نهايي هوکړې ته رسیدلی او د خزانې وزیر اسحاق ډالر به رسنیو په وړاندې راڅرګندیږي او د نهايی پریکړې تفصیلات به شریکوي.