فرانس پریس خبري اژانس AFP د یو لوړ پوړي پاکستاني پولیس چارواکي له قوله خبر ورکړی چې پاکستان غواړي افغانستان کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره د پېښور پولیسو لاین مرکزي جومات باندې د خونړي برید په هکله لیدنه او خبرې وکړي. او لیدنه کې به یاد خونړي برید کې د ککړو کسانو ورسپارلو غوښتنه هم وشي. د خیبر پښتونخوا پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې نېږدې وخت کې به د پاکستان یو هیت افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو لوی مشر یعنې ملا هبته الله اخواندزاده سره وویني او له دوی به د پېښور پولیسو لاین مرکزي جومات باندې برید کې د ککړو کسانو د ورسپارلو غوښتنه هم وکړي. بلخوا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ځانګړي استازي کریم کنډي هم رسنیو ته ویلي چې پاکستان به یو لوړپوړی هیت کابل او تهران ته واستوي او له دواړو ملکونو به وغواړي چې ددوی خاورې د پاکستان په ضد ونه کارول شي. د یادولو ده چې پاکستان د پېښور خونړي برید وروسته سمدستي پر افغان طالبانو تور پورې کړ چې خپله خاوره کې يې د پاکستان دوښمنانو ته ځای ورکړی او دا برید هم له هغه ځآیه تنظیم شوی. خو د طالبانو امیر خان متقي بیا د پاکستان دا ادعاوې ټولې رد کړلې. او تېره اونۍ يې خپل خبري کنفرانس کې پاکستان ته په خطاب کې وویل چې پاکستان دې د خپل بام واورې د بل چا پر بام نه اچوي.