د پاکستان ټاکنو کمیسون ویلي چې دا مهال ورسره په ملک کې د ټاکنو ترسره کولو لپاره مالي امکانات نشته. نو ځکه نشي کولای چې ټاکنې ترسره کړي. خو بلخوا ته له واک څخه د اعتماد بېرته اخیستلو په رایه لرې کړل شوي پخواني صدراعظم عمران خان د پاکستان پر واکمن حکومت فشار راوړی چې د ټاکنو نیټه اعلان کړي. همدې کشمکشونو کې نن د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند یو د بنسټ ایښودونکو څخه دی. اعلان وکړ چې د اپریل په نهمه به د پنجاب او خیبر پښتونخوا صوبو اسمبلیو ټاکنې ترسره کیږي. خو ددغه اعلان سره سمدستي د ټاکنو کمیسون وویل چې د پاکستان ولسمشر علوي له خپل مسولیت وړاندې تللی. او هغه قانوني حق نلري چې د ټاکنو نیټه اعلان کړي. او دا حق یوازې د ټاکنو کمیسون سره دی. د ټاکنو کمېسيون له دفتره په خپاره شوي ليک کې راغلي، د اسمبليو له ماتېدو سره اوس له دغه بنسټ سره د ټاکنو نېټې د اعلان واک نشته او دا چې دا نېټه بايد د محکمې له لارې و ارزول شي.