د پاکستان حکومت لوړو پوړو چارواکو پر افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومتدارۍ په اړه دې روسیې او امریکا چارواکو سره لیدنې او خبرې کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو چې دا مهال روسیې ته په یوه رسمي سفر تللی د روانې جنورۍ په یودیرشمه د خپل روسي سیال سرګي لارووف سره پر افغانستان د واکمنو طالبانو پر حکومتداری خبري کړي. د یادې لیدنې وروسته د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لارووف د پاکستان بهرنیو چارو وزیر سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې “طالبانو نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړي وه چې دوی به ټول شموله حکومت جوړوي. خو دوی پر دې ژمنې عمل ونکړ”. بلخوا ته نن بیا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ اسلام اباد ته رسیدلی او هلته يې د پاکستان پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر ، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اسد امجید خان، او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره لیدلي او دافغانستان سیاسي وضیعت په تړاو يې ورسره خبري کړي. ټام ویسټ د یاد لیدنو وروسته پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې
“په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې د نړیوال اتحاد پر اړتیا، افغانانو سره د مرستو او د طالبانو فرمانونو خطرناکو اغیزو په اړه يې یاد پاکستانیو چارواکو سره خبرې اترې کړي”.