د پاکستان بد اقتصادي صورت حاله امله د بهرنیو اسعارو قیمتونه په بې ساري ډول پورته تللي . د نن ورځې اخیر کې یو امریکایی ډالر 288 کلدارو ، او یوه افغانۍ په 3 پاکستانۍ کلدارو تبادله کیدله. همداشان د خوراکي او سون توکو بیو کې هم لوړوالی راغلی. دا مهال پاکستان کې شل کیلو اوړه 3200 کلدارو ، یو ګېلن پټرول په 262 کلدارو پېرل کیږي. دې کلدارو په وړاندې دې ډالرو لوړیدل داسې مهال په بې ساري ډول مخ پورته روان دي. چې پاکستان د سختې بدامنۍ او کور دننه سیاسي اړي ګړي سره هم مخ دی.