کابل کې د طالبانو د پاسپورټ ریاست عمومي رئیس مولوي عبدالکریم حسیب دپاسپورتونو ویش بهیر پیلیدلو په اړه نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې «
د پاسپورت ریاست رهبرۍ د پرېکړې له مخې د ۱۴۰۱ کال د کب د میاشتې په لسمه نېټه چې د راتلونکي چارشنبې له ورځې سره برابره ده د پاسپورټونو د ویش بهیر د انلاین سیستم له لارې په ټول هېواد کې پیلوي. »
مولوي عبدالکریم حسيب یادې خبري کنفرانس ته وویل چې د پاسپورت غوښتونکي اوس کولای شي چې دې انلاین لارې خپل ولایت کې غوښتونلیکونه اړوندو ریاستونو ته وسپاري. نوموړي همدا شان زیاته کړله چې
« د ولایتونو چارې په ولایتونو کې کیږي،نو پدې اساس هر چا چې پخوا خپل غوښتنلیکونو کې مرکز کابل انتخاب کړی وي. هغه دې انلاین لارې بېرته خپل استوګن ولایت ته بدل کړي. ځکه چې دې ولایتونو پاسپورتونه نور په مرکز کې د اجرا وړ نه دي او د ولایتي امریتونو په ټاکنې سره مو چارې اسانه، نوبت مو ورسره وړاندې کېږي او ستاسو انتظار ورسره راکمېدلای شي.» د یادولو ده چې د پاسپورتونو ویش ۲۰۲۲ میلادي کال جولای میاشت کې درول شوی وو. چې هېوادوال یې له سخت کړاو سره مخ کړي وو. او تور مارکیټ کې په زرګونه ډالرو پاسپورتونه خرڅیدل.