د اوکراین پوځ څارګرې ادارې مشر کېریلو بودانوف رسنیو ته ویلي چې د اوکراین پوځ تېرو 24 ساعتونو کې د خپلو سختو دفاعي هڅو له امله د روسیې ګڼ بریدونه په شاه تمبولي او یادو دفاعي بریدونو کې د روسیې 790 پوځیان وژل شوي. بودانوف همدا شان پر اوکراین د روسیې یرغل کلیزې پوره کیدو په ترڅ کې د نویو بریدونو خبرداری هم ورکړی. خو نوموړي زیاته کړي چې « نور موږ ته هیڅ ډول برید نوی ندی. د روسیې هر ډول برید به د نورو په څېر په شا تمبول کیږي».