افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا یونما دفتر تازه خپاره شوي بیان کې د افغان نجونو ښوونیز بهیر پر ضد د طالبانو حکومت پر تازه پریکړو نیوکه کړي او دا يې ناسم ګام بللی. یاد بیان کې راغلي چې “د افغانستان د واکمنو چارواکو وروستی امر چې خصوصي پوهنتونونو ته یې په کانکور ازموینه کې دنجونو د نه شمولیت لارښوونه کړې، پر ناسم لوري یو بل ګام دی، او د هغو پخوانیو ژمنو خلاف دی چې ګنې پوهنتونونه به د مارچ په میاشت کې د ښځو او نجونو پرمخ پرانستل شي. یوناما ددغې پریکړې د سمدستي بیرته اخیستو غوښتنه کوي “. د یادولو ده چې پر افغانستان دې واکمنیدو سره سم د طالبانو حکومت د افغان نجونو او مېرمنو ښوونیز او کاري بهیر په ضد یو پر بل پسې پریکړې داسې مهال مخې ته راروانې دي. چې نړیواله ټولنه هڅه کوي تر څو طالبان د میرمنو حقونو ته راضي کړي. خو د افغان نجونو او میرمنو په وړاندې د طالبانو وروستیو فرمانونو داسې ښکاري چې دې نړیوالې ټولنې هڅې هسې بې ځآیه دي. او طالبان دې برخه کې انعطاف ښودلو ته چمتو ندي.