د افغانستان غرب څخه راپورونه وايي چې دې دوشنبې سهار د هرات ولایت مرکزي ښار څلورمې حوزې اړوند د طالبانو ۲۰۷ الفاروق قول اردو ځواکونو پر یو لیږدوونکي کاسټر ډوله موټر لومړی چاودنه او ورپسې وسلوال برید شوی ، چې له امله يې ۲ طالب ځواکونه وژل شوي، او ۱۸ نور ټپيان دي. د طالبانو دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي رسنیو ته د یاد برید پخلی کړی ، او د مرګ ژوبلې په تړاو يې ویلي، چې یاد برید کې ۲ طالبان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي. د هرات څخه د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند محمد شاه رسول هم رسنیو ته منلي چې دې برید ډيری قربانیان د الفاروق قول اردو ځواکونه دي.