د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان پولیسو مشر فرحان خان مطبوعاتي دفتر رسنیو ته منلي چې د دوشنبې ( جولای څلورمه) ناوخت ماسپیښین مهال د شمالي وزیرستان اړوند میرعلي تحصیل د میران شا سړک ته څیرمه د پاکستان پوځ پر موټریز کاروان یو ځانمرګی برید شوی چې له امله يې دوه پوځیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي چې د یو شمیر يې حالت د اندیښنې وړ دی. د یادې سیمې یو پولیس افسر هم رسنیو ته ویلي چې د پاکستان پر پوځیانو نن ماسپیښین مهال د بنو میران شاه سړک باندې یو موټر سایکل سپور ځانمرګي برید ګر برید کړی چې له امله يې د پاکستان یو شمیر پوځيانوته مرګ ژوبله اوښتي. تر اوسه د یاد برید په تړاو د پآکستان پوځ رسمي غبرګون ندی ښودلی او نه کومې ډلې د یاد برید پړه منلي خو د یادولو ده چې یاده سیمه کې تحریک طالبان پاکستان وسلواله ډله فعاله ده.