کابل څخه راپورونه وايي چې نن ماسخوتن مهال د کابل خیرخانې سیمه کې د طالبانو او داعش وسلوالو ترمنځ درنه نښته رامنځته شوي چې د ډزو او چاودنو غږونه د کابل په ډېرو لرې سیمو کې هم اوریدل شوي. د طالبانو سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم خپل تازه بیان کې د کابل خیرخانې سیمه کې د طالبانو او داعش وسلوالو تر منځ د نښتې پخلی کړی. نوموړي پر ټویټر خپل بیان کې ویلي چې «طالبانو ځواکونو لخوا د کابل په سه صدوپانزده فامیلي سیمه کې يې دې ده په خبره چې دې خوارجو وسلوالو پریوه پټنځي عملیات ترسره کړي چې پایله کې يې ۲ وسلوال وژل شوي او ۴ نور ژوندي نیول شویدي». خو مجاهد د یادې نښتې په تړاو نور تفصیلات ندي ورکړي.
بلخوا ته یو شمیر سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې دې یاده نښتې په جریان کې بهرني وسلوال هم د طالبانو ګوتو ته ورغلي. خو تر اوسه يې هویت په ډاګه شوی ندی. د یادولو ده چې د پخواني افغان حکومت پرځيدلو وروسته داعش وسلوالو کابل او د افغانستان یو شمیر ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی. چې تېره اونۍ يې هم د طالبانو لخوا د دیني علماوو لویې غونډې باندې چې د کابل لويې جرګې خیمه کې ترتیب شوي وه، بریدونه کړي وو.