افغانستان کې د ملل متحد دفتر یا یونما نن جولای شلمه د طالبانو لخوا له عدالته لرې بې محکمو وژنو راپور خپور کړ. د ملل متحد د راپورله مخې ، د تېر مېلادي کال اګست میاشتې ۱۵ نیټې څخه چې کابل د طالبانو لاس ته لویدلی ، طالبانو د عمومې عفوې سربیره د روانمیلادي کال جون ۱۵ پورې د پخواني نظام ۱۶۰ امنیتي او نور حکومتي کسان د عدالته لرې او بې محکمو وژلي. د یونما راپور له مخې دیادو وژنو تر څنګ یاده موده کې د نورو امنیتي تاوتریخوالو له کبله ۷۰۰ ملکیان وژل شوي او ۱۴۰۶ نور ټپيان شویدي چې تر ډېره یادامنیتي پېښو کې د داعش خراسان څانګه ښکیله بلل شوي. یونما ددغه راپور په ترڅ کې افغانستان کې د طالبانو لخوا د عدالته لرې او بېمحکمو وژنو په تړاو اندیښنه څرګنده کړي. همدا شان يې د میرمنو په وړاندې د طالبانو لخوا د سختو محدودیتونو ، شپږم صنف پورته دنجونو ښوونځيو بندولو، غیر انساني او ظالمانه سزاګانو، له حده زیات د زور زیاتي کارولو په تړاو خبرداری او اندیښنه څرګنده کړي ، اودې طالبانو له حکومته يې غوښتنه کړي چې د یادو سرغړونو مخه ونیسي.
که څه هم طالبانو تېر کې د یونما لخوا ورته ادعاګانې له حقیقته لرې بللي خو دې تازه راپور په تړاو يې تر اوسه رسمي غبرګون مخې تهندی راغلی.
https://unama.unmissions.org/un-releases-report-human-rights-afghanistan-taliban-takeover