د اا حکومت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد تازه بیان کې ویلي چې دې داعش وسلوالو پر ضد د اا امنیتي ځواکونو تېرې ورځې همغږو عملیاتو کې چې په یوه وخت د کابل او نیمروز ولایتونو کې د داعش په درې پټنځایونو باندې ترسره شول ، ۱۵ کورني او بهرني داعشیان په نښه شوي. د بیان له مخې چې “ یاد داعشیانو د کابل په لانګان هوټل (چې چینايي اتباع په کې اوسیدل)، هوايي میدان او د پاکستان په سفارت او ځینو نورو اهدافو بريدونه تنظيم او سرته رسولي وو او همدا شان په ځینو نورو مهمو اهدافو یې هم د بريد پلان درلود “.
بیان کې راغلي چې یادو عملیاتو کې ۸ داعیشیان چې بهرني وګړي هم پکې وو، وژل شوي او اوه تنه نور ژوندي نیول شوي. د یادولو ده ، چې دا داعش وسلوالو پر ضد یاد عملیات داسې مهال کیږي چې د روان میلادي کال په اوله ورځي یو بهرني داعشي کابل کې د میدان هوایي نظامي برخه کې د یو ځانمرګي برید پایله کې ۱۴ کسان ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړي وو.