امریکا څخه خپریدونکي وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې نن د جنورۍ( ۲۹ )نهوشتمې سهار د اسرایلو هوايي ځواکونو د ایران خاورې دننه د ایران پر یو دفاعي مرکز باندې چې د مهماتو ډيپو هم پکې وو ، دې ډرون بریدونه کړي.
ایراني چارواکو هم د یادو بریدون پخلۍ کړی. او رسنیو ته يې ویلي چې درې اسرایلي ډرون الوتکو نن د ایران اصفحان کې دې فضايي څېړنو مرکز ته يې نېږدې پر یو دفاعي مرکز برید کړی. چې یو ډرون د ایران دفاعي ځواکونو لخوا په هوا کې له منځه وړل شوی او دوه نور دې دفاعي مرکز د پاسه چاودلي. خو په خواله رسنیو د یاد برید یوه ویډيو کې ښکاري چې یاد هدف په یو لوی برید کې په نښه شوی او چاودنه د یاد مرکز دننه رامنځته شوي.
د یادولو ده چې پر ایران دې اسرایلو لخوا دا بریدونه داسې مهال کیږي چې تېره اونۍ د امریکا او اسرایلو ځواکونو په ګډه داسې لوی نظامي تمرینات ترسره کړل چې ۷۵۰۰ نظامیان پکې ښکیل وو.