د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې په یوه خبري کنفرانس کې لږه شیبه د مخه پدې وروستیو کې د امریکا هوایي ځواکونو لخوا په هوا کې د نامعلومو توکو ویشتلو په تړاو خبرې کولې وویل چې «دا نامعلوم توکي احتمالي بالونونه وو چې په خصوصي شرکتونو ، تفریحي یا څیړنیزو ادارو پورې تړلي وو. زموږ ملکي پروازونو ته یې احتمالي خطر پېښ کړی وو. نو له منځه مو یوړل». نوموړي همدا شان د اخطار په ډول وویل چې ، «تېروتنه ونکړی. هر هغه توکی چې زموږ خاورې او ولس ته خطر پېښوي. له منځه به یې یوسم».