د ډيورند پر فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ دې تګ راتګ دروازه چې د تېرو پنځو ورځو راهیسې بنده وه. او تېره ورځ د پاکستان لخوا کابل ته دې یو پلاوي راتګ سره ژمنه هم شوي وه، چې دا دروازه به دې تګ راتګ لپاره پرانیستل کیږي. خو نن دې پرانیستلو یو ساعت وروسته پاکستان بېرته وتړله او دواړو خوا ته ګڼ کسان او تجارتي موټر بند پاتې شول.
د ننګرهار طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم منلي چې پاکستان خپل اړه ته تورخم دروازه بېرته تړلیده. نو تر بلې خبرتیا پورې دې څوک هلته نه ورځي. د یادولو ده چې تېرو پنځو ورځو راهیسې د تورخم دروازه د نامعلومو دلایلو له امله تړل شویده او د کرښې دواړو غاړو ته يې ګڼ شمېر خلک له ستونزو سره مخ کړي.