د سویس کریدیت بانک چې د خپلو مالي ستونزو حل کې پاتې راغلو نن مارچ شلمه د سویس بل لوی بانک یو بي ایس (UBS) لخوا وپیرل شوو. د سویس کریدیت بانک وروسته له هغه په چټکۍ سره د لویدو خواته روان شولو چې امریکا کې سلیکان والې او سیګنیچر بانکونه تېره اونۍ د مالي ستونزو له امله د پښو وغورځیدل. د سویس کریدیت بانک د ژغورلو لپاره که څه هم د سویس حکومت لومړیو کې ۴۴.۵ میلیونه پاونډه بېړنۍ مرسته وکړله. خو نوموړي بانک کې د پراخ مالي کړکیچ له امله یادو مرستو کوم اغیز ونکړ. او نن د سویس حکومت په ملاتړ د سویس لوی بانک یو بي ایس لخوا د یو تړون په ترڅ کې وپېرل شوو. د دې تړون له مخې به د کریډټ سویس بانک ونډه وال د رایې حق ونلري، خو د کریډټ سویس بانک د هرو ۲۲،۴۹ ونډو په بدل کې به دوی ته په “یو بي اېس” کې یوه ونډه ورکول کېږي. د سویس ملي بانک دغه تړون د هېواد مالي بازارونو د باور ساتلو او د ملک اقتصاد ته دې ورپېښو ګواښونو اداره کولو لپاره اړین بللی.