مارچ-۲۱-۲۰۲۳
د پاکستان برحاله کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله جیو تلویزون سره نن خپلو تازه خبرو کې ویلي چې بدبخته عمران خان پاکستان دننه سیاسي ماحول دې حال ته رسولی چې دده شتون او نشتون اوس دواړه د ملک په خیر ندي. نوموړي خپلو خبرو کې زیاته کړي چې د تحریک انصاف ګوند عمران ناوړه سیاسي کردار له امله پاکستان کورنۍ جګړې خواته روان دی.او له بلې خوا د پاکستان دوښمنو اجنسیو لخوا دده ځان ته هو خطره ده. خو ده وار له مخکې د پاکستان امنیتي ادارې ، لومړی وزیر شهباز شریف ، او پر ما د وژنې هڅو تورونه لګولي، نو که خدای ناخواسته سبا ده ته د پاکستان دوښمنانو لخوا څه پېښ شول ، نو د پړې ټوله ګوته به یې موږ ته نیول کیږي او پاکستان به کورنۍ جګړې خواته بوتلل شي. د یادولو ده چې عمران خان دوه ورځې د مخه په بې سارو څرګندونو کې تور پورې کړی وو، چې د اسلام اباد ستره محکمه کې د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند مشرې مریم نواز په هدایت اجراتي قاتلان ځای پر ځای کړل شوي وو. نو ځکه خو دای محکمې ته رسیدو سره له خپل موټر ښکته نشولو.