مارچ-۲۴-۲۰۲۳
د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې نن د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې ته د شارجې په ملي لوبغالي کې د کریکټ نړیوالو درو شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه کې د شپږو ویکټو په توپیر ماته ورکړله. ننۍ لوبه کې پاکستان د پچې په ګتلو سره بیټنګ انتخاب کړ. چې افغان کریکټ لوبډلې ننګونکو بالونه سره مخ او په پوره شلو ارونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځيدو سره ۹۲ منډې وکړلې او افغان لوري ته یې ۹۳ هدف وټاکلو. خو افغان کریکټ لوبډلې بالوهونکو یاد هدف د ۴ څلورو لوبغاړو په سوځيدو سره په اتلسم اور کې پوره او پاکستان ته يې په لومړي ځل تاریخي ماتي ورکړله. ننۍ لوبه کې افغان بالاران ښه وځلیدل او د پاکستان بال وهونکو ته يې د لوړ هدف ټاکلو موقع ورنکړله. او په توپ وهنه کې هم افغان لوبغاړو کلک مقاومت وکړ. محمد نبي تر ټولو ډېرې (۳۸) منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ نجيب الله ځدراڼ ۱۷، رحمان الله ګوربز ۱۶ او کريم جنت ۷ منډې جوړې کړې. د یادولو ده چې د یادو لوبو پاتې دوه به يې د مارچ په ۲۶ ویشتمه او ۲۷ ویشتمه ترسره شي.