له ارګه خپره شوي تازه خبرپاڼه کې ویل شوي چې “ نن د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ناټو ځواکونو غوځ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په ارګ کې وکتل. او پدې کتنه کې له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو او همکاریو د دوام او په ځانګړي ډول د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د مناسباتو په نوي فصل کې له افعان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وشوې”.