د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني چې نن کندهارته دې یو لوړ پوړي پلاوي سره تللی ، لومړۍ هلته د مهمند په نوم ۲۰۰ بستریز نړیوال روغتون پرانیسته وکړه، بیا يې د خرقه شریفې زیارت وکړ او دې زیارت په مهال يې افغانستان ته دې خیر او تل پاتې سولې راتللو دوعا هم وکړه. ورپسې کندهار کې ۲۰۵ اتل قول اردو ته ولاړ. هلته يې د ملي اردو افسرانو او سرتېرو ته وینا کې وویل چې ” د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ د پاملرنې په محراق کې قرار لري او له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو په وتلو سره موږ د همکارۍ نوي فصل ته داخلېږو. همداراز د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو سره زموږ ټول قراردادونه او له افغانستان څخه د دوی دیپلوماټیک، اقتصادي او د بشري حقونو ملاتړ پر ځای دی “. همدا شان جمهور ریس غني ۲۰۵ اتل قول اردو منسوبینو او سرتېرو ته وینا پر مهال په پاکستان یو ځل بیا غږ وکړ ، چې دې افغانستان سره اړیکو کې دوه انتخابه لري ، دوستي که دوښمني ، دده په وینا چې “د ګټلو او که د بایللو سیاست انتخابوئ. ستاسو راتلونکی له موږ پورې تړلی، که د دوستۍ لاس راکړئ، نو ټوله منځنۍ اسیا مو چمتو کړې او د اباد افغانستان له لارې ستاسو لاسرسی ورته اسانه دی، خو که مو د بایللو سیاست چې د جګړې دوام دی غوره کړ، نو چې افغانستان اباد نه وي، منځنۍ اسیا ته به څنګه ورسېږئ