افغان ولسمشر اشرف غني نن په یوه ګډه لیدنه کې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د برتانیې لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر سره د افغان سولې پروسې او د پاکستان سره په دوه اړخیزو اړیکو غږیدلی. ددغه ګډنې لیدنې په تړاو له ارګ خپرې شوي اعلامیه کې راغلي چې جمهوررئیس غني په ټینګار سره د پاکستان لوی درستیز ته وویل، چې “د سولې په ټینګښت کې د سیمه ییزو هیوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان رول او پر طالبانو د دغه هیواد اغېز ډېر مهم دی او دواړه ګاونډي هیوادونه له متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه لري او همدا شان د افغانستان جګړه نظامي حل لار هم نه لري او د طالبانو ټینګار پر پوځي حل لارې افغانانو ته د منلو نه دی او افغان ولس د بحث او مذاکراتو له لارې د عادلانه او تلپاتې سولې غوښتونکي دي”.