افغانستان کې د کاناډا سفیر ریډ سیرز د روژې مبارکې میاشتې رارسیدو په مناسبت خپل ټوټیر اکاونټ څخه په پښتو ژبه لیکلي یوه لنډ پیغام کې پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی نور پایته ورسوي. ده زیاته کړي “ روژی مبارکه میاشت د شفقت، مهربانی، صدقی او عدم تشدد میاشت ده. کاناډا د جګړی له ټولو اړخونو او په خاصه توګه له طالبانو غواړی ترڅو تاوتریخوالی پای ته ورسوی. مونږ د ملکی وکړو، ژورنالستانو، ښځو، د بشری حقونو د مدافعینو او د سولی لپاره د هڅه کونکو وګړو د هدفی وژنو پای ته رسیدل غواړو”. د یادولو ده چې د کاناډا سفیر دې پیغام خپریدو تر مخه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند رسنیو ته یوه لیږل شوي پیغام کې ویلي چې دوی دې روانې میلادي میاشتې اپرېل په شپاړسمه ترکیه کې کیدونکي سولې ناسته کې ګډون لپاره چمتوالی نلري.