د امریکا خبري شبکې سي این این خپل تازه راپور کې د خپلو درو سرچینو په حواله چې د یادې محرمې هوکړې له جریان خبر دي، ویلي چې د بایډن اداره د پاکستان حکومت سره یوې داسې هوکړې ته نېږدې شوي، چې امریکا به افغانستان کې د څارګرۍ او پوځي عملیاتو لپاره د پاکستان څخه ددوی هوايي حریم کارولو اجازه تر لاسه کړي. د سرچینو په حواله چې لا هم خبرې روانې دي، او نهايي کیدو ته نېږدې شوي. خو امکان لري چې بدلون هم ومومي. خو دا مهال امریکا د پاکستان اجازې بغیر هم ددوی هوايي حریم کاروي. بلخوا ته نن د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خپل تازه بیان کې د یادې هوکړې په هکله ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د څارګرۍ او پوځي عملیاتو لپاره له امریکا سره هېڅ کومه هوکړه نده کړي. خو د امریکا او پآکستان تر منځ د سیمه اییز امنیت او ترهګرۍ مخنیوي لړ کې له ډېرې مودې راهیسې همکاري روانه ده او دواړو هېوادونو چارواکي دې لړ کې تل سلا مشورې کوي.