د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام ویاند کپټن بېل اوربان نن رسنیو ته کابل کې دې داعش خراسان ډلې پر یو موټر بم باندې د امریکايي ډرون الوتکې برید تایید وکړ. ویاند اوربان خپلو خبرو کې زیاته کړله ، چې د امریکا پوځ ته له مخکې څخه معلومات وو چې داعش خراسان ډله د کابل پر هوايي ډګر د بل برید نیت لري، نو نن کابل کې د داعش خراسان ډلې یو موټر بم د امریکايي ډرون الوتکې لخوا په نښه او د منځه یوړل شوو. د یادولو ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل په هوايي ډګر دننې ګوڼه ګوڼه کې یو داعشي ځانمرګي چاودنې له امله ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ امریکا پوځ سریتري پکې ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.