دغه لایحه چې د افغانستان او پاکستان د اقتصادي ودې قانون په توګه یادیږي د افغانستان او پاکستان ګډو اقتصادي ګټو پیاوړتیا په موخه طرحه شوي ده.
لایحه د دموکرات سناتورانو ون هولن، ماریا کانتول او جمهوري غوښتونکو سناتورانو تاد یانګ له لوري وړاندې شوي ده ترسیم شوې موخې یې د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو کې د سوداګرۍ، اقتصادي ودې او د سیمې میشت خلکو د ژوند ښه والی بلل شوی دی.
پاکستاني الاصله امریکایي سناتور او مشهوره سوداګر طاهر جاوید وایي، دغه لایحه په سیمه کې د ثبات پیاوړتیا لپاره وړاندې شوي ده او کولی شي چې د پاکستان ډیری ستونزې حل کړي.