د نیوزیلینډ وروسته نن د انګلینډ هېواد هم د امنیتي اندیښنو له کبله د پاکستان سره دې دوو شل اوریزو ، او درو یو ورځنیو لوبو لړۍ چې د اکتوبر میاشت کې به ترسره شي، لغوه کړي. د انګلیند او ویلیز کریکټ بورد یوه خبرپاڼه کې نن ویلي چې
زموږ لپاره زمونږ د لوبغاړو او نورو ملاتړ کوونکو کارمندانو رواني او فزیکي هوساینه خورا مهمه ده. موږ پوهیږو چې په سیمه کې امنیتي اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي. نو له همدې امله موږ پر خپلو لوبغاړو چې دوی وار له مخې د کرونا محدود چاپېریال کې مقابله کړي ، نور فشار پرې اضافه کړو.نو د همدې امله د پاکستان سره د کریکټ لوبو دا لړۍ د امنیتي اندیښنو امله لغوه کوو. بل خوا ته د پاکستان کرېکټ بورډ مشر رمیز راجا د انګلنډ پر دغه ګام خواشیني څرګنده کړي او وايي چې پاکستان باید خپله لوبډله نوره هم پیاوړي کړي. تر څو د نړۍ لوبډلې له بهانو پرته لوبې وکړي
د یادولو ده چې انګلیند د ۲۰۰۵ کال راهیسې پاکستان ته خپله لوبډله نه وه راستولي، او که دې اکتوبر میاشتې دا لوبې پاکستان کې ترسره شوي وای نو دا به د پاکستان پر کورني کریکټ ډېر ښه اغیز پرې باسلی وای. خو د نیوزیلینډ او انګلینډ لوبو لغوه کولو وروسته داسې ښکاري چې پاکستان به نور داسې زر بیا د نړیوالو لوبه کوربه نشي