د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عمومي ویاند برید جنرال اجمل عمر شینواري نن رسنیو ته خپل تازه بیان کې ویلي چې افغان ملي امنیتي ځواکونو تېره یوه میاشت کې ۱۹۰۶ ګډ عملیات ترسره کړي، چې پایله کې یې ۶۰۳۰ وسلوال طالبان وژلي، او ۳۴۸۵ نور یې ټپیان شویدي. چې وژل شویو کې ۳۳ ، او ټپیانو کې ۹ تنه پاکستاني اتباع دي. همدا راز یادو عملیاتو پر مهال ۱۶۲ امنیتي عسکر او عام خلک هم د طالبانو له منګولو ازاد کړل شوي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه دغه خبر په هکله څه ندي ویلي.