د جمعې ورځې ماسپېښین مهال د پلازمینې کابل اومې حوزې اړوند سه راهی علاوالدین سیمه کې د خلیفه صاحب جومات دننه چاودنېمرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض خبرونه مخې ته راروان دي. د یادې چاودنې په تړاو د نوموړي جومات امام سید فضل اغا نړیولې خبريادارې رویټرز ته خپل تازه بیان کې ویلي چې چاودنه کې تر ۵۰ پنځوسو پورې عبادت کوونکي وژل شوي او ۷۸ نور ژوبل دي. د امام پهوینا چې چاودنه دې یو ځانمرګي برید ګر په واسطه رامنځته شوي. چې له امله یې د جومات ودانۍ چت هم په خلکو رانسکور شوی. خوبل خوا ته بیا د ااا مسؤلینو یاده چاودنه کې ۱۱ کسانو وژل کیدو او شلو کسانو ژوبلیدو پخلی کړی وو. د یادلو ده چې روژې میاشتېراهیسې افغانستان کې امنیتي پېښې ډېرې شوي چې پکې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبلې اوښتي.