د سیمې څخه امنیتي سرچینو رسنیو ته منلي چې د خیبر پښتونخوا اړوند شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د پاکستان پر امنیتيځواکونو تازه بریدونو کې اته پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي. د سرچینو په وینا د پاکستان پر امنیتي ځواکونو یو برید نن د شمالي وزیر ستان دته خیل دیګان سیمه کې شوی ، چې له امله یې د پاکستان پوج یو افسر په ګډون اوه عسکر وژل شوي . همدا شان د شمالي وزیرستان تحصیل تبۍ سیمه کې د پاکستان پر ملیشه ځواکونو د سړک غاړې بمي چاودنه شوي چې د ملیشه ځواک پنځه عسکر پکې ژوبل شوي. بلخوا ته بیا په میرعلي کې د وسلوالو یو بل برید کې د پاکستان ملیشه ځواک یو عسکر وژل شوی چې پړه یې پاکستاني طالبانو ، تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستي. د یادولو ده چې د روژې میاشتې پیل کې د تحریک طالبان پاکستان د خپلو پسرلنیو عملیاتو پیل خبر ورکړی وو ، چې یوازې دې یوه اونۍ کې د خیبرپښتونخوا بېلا بېلو سیمو کې د وسلوالو بریدونو کې دپاکستان امنیتي ځواکونو ۲۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.