یوې سرچینې هېواد پریس ته وویل چې د شمال ټلوالې پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود طالبانو ته خپله طرحه کې درې مهم شرطونه وړاندې کړي وو ، چې د طالبانو لخوا ندي منل شوي. د سرچینې په وینا احمد مسعود د پنجشیر سپارلو په بیه افغانستان کې د عصري اسلام په چوکاټ کې غیر متمرکز (فدرالي ) دیموکراتیک نظام جوړیدلو شرطونه وړاندې کړي وو، خو طالبانو ورسره ندي منلي ، او له هغې وروسته طالبانو په سلګونه جنګیالیو ډک موټر د پنجشیر خوا ته لیږلي. تر څو پنجشیر په زور ونیسي. له بلې خوا د افغانستان پرځول شوي حکومت ریاست جمهوري لومړي مرستیال امرالله صالح خپل ټویټر تازه بیان کې ویلي چې د مقاومت ځواکونو په اندراب کې طالبانو ته د کمینونو پر مهال درنه مرګ ژوبله اړولي او د پنجشیر ستراتیژیک موقیعت له امله طالبان باید د ورتلو ډډه وکړي. طالبانو تر اوسه پدې تړاو څه ندي ویلي.