اوان یوشپیز چې د اسرایلو بهرنیو چارو زوارت عمومی مدیر دی ، خپل تازه بیان کې ویلي چې پاکستان د بشري حقونو په تړاو لوی منافقت کوي. الون ویشپيز خپل تازه تویټ کې چې د اسرایلو بهرنیو چارو وزارت رسمي حساب څخه هم شریک شوی ، پاکستان ته په خطاب کې ویلي ، دا دې بشري حقونو اتل چې خپله ښیښه يي ماڼۍ کې اوسي. اوس د منځني ختیځ یوازينۍ ولسواکۍ ( اسرایلو) خلاف د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون ځانګړو ناستو کې تبلیغ کوي. دا دې منافقت تر ټولو بهترین مثال دی. الون یوشپیز د خپل ټویټ سره د پاکستان بشري حقونو ۲۰۲۰ کال راپور چې د امریکا بهرنیو وزارت څخه نشر شوی، ضمیمه ورسره خپور کړی. د پآکستان ۲۰۲۰ کال بشري حقونو دې راپور کې د هغو زرګونه بې درکو وګړو چې د پاکستان استخباراتي ادارو پورته کړي ، یادونه شوي . همدا شان دې راپور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ شهید سردار عارف وزیر یادونه هم شوي. او یاد راپور کې راغلي ، چې شهید سردار عارف وزیر چې یو پیاوړی قبیلیوي پښتون مشر وو، او د پښتنو بشري حقونو لپاره يې مبارزه کوله ، د پاکستاني استخباراتي ادارو ونیولو ، او د خوشي کیدلو وروسته نامعلومو وسلوالو ووژلو. یاد راپور کې پاکستان کې د مذهبي تاوتریخوالي ، لږکیو پر وړاندې د تشدد ، د میرمنو په حقونو کې د زور زیاتي کولو او دا شان نور دېرې د بشري حقونو سرغړونو خبرې پکې شوي