د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ د نړیوالو ځواکونو وتلو په تړاو ویلي چې “ د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټول افغانستان د امنیتي مسؤلیت اخیستلو جوګه دي. پر وړتیاوو یې اوس نړیوال هم باور لري. چې دا مهال ۹۶ سلنه عملیات په خپله کوي.موږ د تروریزم ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې یو.ددې خاورې او خلکو دفاع زموږ موقتي مسؤلیت نا بلکې دایمي مکلفیت دی.امنیتي سرتیري د نظامي او تخنیکي اړخه په ځان بسیا شویدي. او مالي ملاتړ یې امریکا متحده ایالات او نړیواله ټولنه دلته د خپل پوځي ماموریت له ختمیدو وروسته هم جاري ساتي”.