دا څرګندونې ولسمشر غني د سي ان ان سره تازه مرکه کې کړي. د ولسمشر غني په وینا ، که څه هم د افغانستان نه د ځواکونو ویستلاعلان د تمې نه مخکې وه خو د افغانستان دولت وار له مخې ددې کار له پاره دوه کاله وړاندې څخه چمتوالي باندې پيل کړی وه.
غني وايي چې د پاکستان او طالبانو له پاره د محاسبې نوی وخت رارسیدلی دی او طالبان او پاکستان باید یو ټاکنه وکړې چې دافغانستان کشالې د حل له پاره د سیمې هیوادنو سره مرسته کوي او یا ورسره په خلاف لوري حرکت کوي.
ولسمشر زیاتوي د طالبانو له لوري د جګړې دوام له پاره هیڅ دیني توجیه نشته او د بهرنیو ځواکونو د ویستلو له باره هم نیټه اعلان شوه.
ولسمشر غني دا هم ویلي دي چې د ترکیې ناستې له پاره حکومت پوره چمتوالی لري او ددې بهیر د بریا له پاره حتی چمتو دی چې دخپلۍ ولسمشرۍ ماڼۍ دورې څخه هم تیر شي.