د امریکا دفاع وزیر لوییډ اسټن چې نن د امریکا سنا جرګې ته غوښتل شوی وو، د خبرو پر مهال څرګنده کړله چې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو وروسته ددې امکان شته چې دې دووه کلونو په موده کې القاعده بیا افغانستان ته ورګرځي ، ځان منظم کړي او امریکا ته ګواښ پیښ کړي. خو اوس دا خطر په متوسط ډول دی. همدا شان دغه استماعیه ناستې ته د امریکا ګډو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي هم ورغوښتل شوی وو. هغې د افغانستان په هکله د امریکايي سناتورانو پوښتنو په ځواب کې وویل چې
د امریکا ولسمشر غواړي چې هلته زموږ سفارت پرانستی وي، د سفارت امنیت لپاره به خپل ځواکونو ځای پر ځای کوو، له افغان حکومت سره به ګډ کار ته دوام ورکوو. د افغان ځواکونو مالي ملاتړ به کوو او د وضعیت د خرابېدو مخه به نیسو. موږ د همدې لپاره پلان لرو او د همدې لپاره کار کوو خو که چېرې وضیعت کې بدلون راغلو نو دا امکان هم شته چې د خطر کچه لوړه شي