جمهور رئیس جوبایډن چې نن یې د امریکا کانګریس ګډې غونډې ته خپله لومړنۍ کلنۍ ویناه کوله ، تر ډېره پر کورنیو مضوعاتو اومشکلاتو راټوله وه خو دې ویناه وروستۍ برخه کې یې افغانستان یادونه هم وکړله. ښاغلي بایډن له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونوایستلو پلان ننګه وکړله. او کانګریس ته یې وویل چې ما د افغانستان اوږده جګړه پایته ورسوله. او تر سیپتمبره به ټول امریکایي ځواکونوکور ته راستانه شي. جمهور ریئس جوبایډن افغانستان کې د امریکا ماموریت په تړاو وویل چې ، “موږ افغانستان ته د القاعدې د منځهوړلو لپاره تللي وه. موږ د القاعدې په مشر عدالت پلی کړ. او افغانستان کې مو د القاعدې ترهګریز ګواښ کم کړ”.
جمهور رئیس بایډن وویل چې موږ اوس نورو ځایونو کې ترهګریزو ننګونو سره مخ یو. او نور باید هلته خپله پاملرنه زیاته کړو.
د یادولو ده چې که څه هم بایډن او ټیم یې د افغانستانه د ټولو ځواکونو ایستل سم کار بولي. خو دې امریکا سنا او کانګریس ځینېجمهوري پاله غړي ، او یو شمیر نورو امنیتي او استخباراتي چارواکو له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو په تړاو وار له مخېاندیښه ښکاره کړي. او استدلال کوي، چې که چېرې طالبان د سولې پر ځای د جګړې لار خپله کړي نو کیدای شي افغانستان کې شتهلاسته راوړنې له جدي خطر سره مخ شي.